پاڼه بنده کړه

د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره ناسته

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره په ټولو ناحیو او ښاروالیو کې شته. دوی له هغو ماشومانو سره مرسته کوي چې په ښه حالت کې نه وي، یا که په کورنۍ کې داسې څه پېښېږي چې د ماشوم لپاره خطرناک وي، او یا د دې وېره وي چې کوم خطرناک څه به پېښ شي.
باید دا ډاډمنه کړي چې ته هغه معلومات ترلاسه کوې چې ستا لپاره مهم دي. که په کوم څه نه پوهېږې، کولای شې و یې وایې او پوښتنه وکړې. .
په انځور کې د خبرو دوه پوکڼۍ دي. یوه یې سپینه ده او «Üdvözöljük!» پکی لیکل شوي د، او بله یې توره ده او «دلته ښه راغلاست!» پکې لیکل شوي دي.

له ناستې مخکې

که ته له ناروېژي پرته په بله ژبه خبرې کوې، یو ژباړونکی (ترجمان) درسره مرسته کولی شي. له ناستې مخکې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته ووایه چې ژباړن ته اړتیا لرې!
په انځور کې یو لوی کس او یو ځوان ښکاري. دوی د یوه دېوال مخې ته ولاړ دي چې ساعت پرې ځوړند دی. ځوان خپل سر د لوی کس پر اوږه ایښی او سترګې یې پټې دي. لوی کس موسکا کوي.
ته کولی شې له ځان سره یو څوک ناستې ته بوځې. د بېلګې په توګه، خپل مور یا پلار، یو داسې لوی کس چې باور پرې لرې، یو ملګری، ورور یا خور له ځان سره بوځې.
د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې
  • ولې باید د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره ووینم؟
  • آیا زه باید ناستې ته راشم؟
  • له چا سره به وینم؟
  • آیا په ناسته کې به نور څوک هم وي؟
  • د څه شي په اړه به خبرې کوو؟
  • د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه ډول مرسته کولای شي؟
ښه ده چې له ناستې مخکې دا پوښتنې له خپل مسئول کس (د قضیې مسئول) څخه وکړې، یا له بل چا وغواړې چې ستا لپاره دا پوښتنې وکړي.
یوه نجلۍ د مېز تر څنګ ناسته ده. هغه وايي: «زه غواړم پوه شمه چې...»

په ناسته کې

ته هر وخت کولی شې پوښتنې وکړې. که په کوم څه نه پوهېږې، پوښتنه وکړه.
یوه نجلۍ د مېز تر څنګ ناسته ده. لاسونه یې یو پر بل ایښي دي او د کمرې شاته یوه کس ته ګوري.
ته خپله پرېکړه کوې چې څه ویل غواړې او کومو پوښتنو ته ځواب ورکول غواړې. که وغواړې، کولی شې هېڅ خبرې ونه کړې او یوازې غوږ ونیسې.

د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې

  • له ما سره به څه کېږي؟
  • څوک به زما له خبرو خبرېږي؟
  • په اصل کې څه پرېکړه شوې ده؟
دا ښه ده چې په ناسته کې له خپل مسؤل کس څخه پوښتنې وکړې.
یو لوی کس او یو ځوان د مېز تر څنګ ناست دي. لوی کس د کمپیوټر مخې ته ناست دی، او ځوان هغه ته ګوري.

د ناستې په پای کې

تته کولی شې له خپل مسئول کس څخه وغواړې چې د ناستې خبرې درته لنډې کړي او درته ووایي چې وروسته به څه کېږي. تاسو کولی شئ په دې اړه هم خبرې وکړئ چې په ناسته کې ویل شوي معلومات به له چا سره او څنګه شریکېږي.
کله ناکله کېدای شي ځینې معلومات ستا له مور او پلار سره شریک نه شي. دا هغه وخت کېدای شي چې ستا مسئول کس فکر وکړي که دا معلومات سمدستي ستا مور او پلار ته ورکړل شي، نو ښايي ته له خطر سره مخ شې.
یو ځوان په کور کې د یوې کړکۍ مخې ته ناست دی. پر کړکۍ د باران څاڅکي ښکاري. ځوان خپل موبایل ته ګوري او موسیقي اوري.
که په ناسته کې په کوم څه پوه نه شوې، هر وخت کولی شې له ناستې وروسته له خپل مسئول کس سره اړیکه ونیسې او پوښتنه ترې وکړې.
یو ځوان د کور په دهلېز کې ولاړ دی. هغه یوه پاڼه په لاس کې نیولې او لولي یې.
ته حق لرې هغه څه ولولې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ستا په اړه لیکلي دي. هغه کسان چې په قضیه کې رسمي اړخ وي، چې ډېری وخت ستا مور او پلار وي، معمولاً کولی شي هغه څه هم ولولي چې په ناسته کې ویل شوي دي.
ستا مسئول کس کولی شي درته ووایي چې دا معلومات باید ستا مور او پلار ته ورکړل شي که نه.

د هغو پوښتنو بېلګې چې ته یې کولی شې

  • ایا موږ به بیا سره ووینو؟
  • په راتلونکې ناسته کې به له چا سره وینم؟
  • د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره به اوس څه کوي؟
  • ایا موږ کولی شو د تلیفوني پیغام (SMS) له لارې اړیکه ونیسو؟
  • له نورو کومو لارو اړیکه نیولای شو؟
  • ایا تاسو کولی شئ زموږ د راتلونکې لیدنې په اړه ماته یو پیغام راولېږئ او را په یاد یې کړئ؟
ته کولی شې له ناستې وروسته هم له خپل مسئول کس څخه پوښتنې وکړې

په ناسته کې دې څنګه احساس کاوه؟

پر هغه احساس کلیک وکړه چې ښيي ته څنګه احساس کوې، ترڅو لارښوونې ترلاسه کړې چې څه کولی شې

ستا ځواب به نه ساتل کېږي او نه د ماشومانو د ساتنې ادارې یا بل چا ته لېږل کېږي.

ډېر ښه! 😀

که وروسته کومه پوښتنه درته پیدا شي، یا غواړې د کوم څه په اړه نور پوه شې، هر وخت کولی شې له خپل مسئول کس څخه پوښتنه وکړې. که د اړیکې لپاره د تلیفون شمېره درسره نه وي، په راتلونکې ناسته کې له خپل مسئول کس څخه وغواړه چې خپله شمېره درکړي.

نه ډېر ښه، نه ډېر بد😐

لږ فکر وکړه چې څه شی درته ښه نه و. ایا د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه نیول درسته ستونزمن دي؟ ایا یوازې همدا ناسته درته ښه نه وه؟ ایا داسې څه وشول یا وویل شول چې ستا خوښ نه شول؟

دومره ښه نه 🙁

ته هر وخت کولی شې له خپل مسئول کس سره خبرې وکړې. که له خپل مسئول کس سره په خبرو کې ښه احساس نه کوې، نو د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې څخه وغواړه چې له بل کس سره خبرې وکړې.
که د کوم څه په اړه شکایت کول غواړې، کولی شې شکایت وکړې. د دولت د استازي (Statsforvalteren) په وېبپاڼه کې د شکایت یوه ساده فورمه دلته موندلی شې.د شکایت کولو په اړه نور معلومات هم دلته موندلی شې.ته کولی شې د شکایت کولو لپاره له خپل مسئول کس څخه مرسته وغواړې.

انفرادي پلان

انفرادي پلان د هغو کسانو لپاره دی چې د اوږدې مودې لپاره د څو بېلابېلو ادارو او خدمتونو مرستې ته اړتیا لري. کېدای شي ته په کور، ښوونځي یا د ژوند په نورو برخو کې مرستې او ځانګړو اسانتیاوو ته اړتیا ولرې. هغه کسان چې له تا سره مرسته کوي، په ناستو کې سره راټولېږي او خبرې کوي چې څنګه کولی شي له تا سره په ښه توګه مرسته وکړي او هر کس به څه وکړي. کېدای شي ته هم د خپل انفرادي پلان په اړه د خبرو لپاره یوې ناستې ته وبلل شې. ته خپله هم کولی شې وغواړې چې په ناسته کې ګډون وکړې.
د انفرادي پلان په اړه په ناسته کې کېدای شي څو داسې کسان ګډون وکړي چې ستا لپاره مهم دي:
  • که ستا عمر له ۱۸ کلونو کم وي، ستا مور او پلار
  • د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې یو کارکوونکی
  • د روغتیايي خدمتونو یو کس، لکه د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتیا له پولیکلینیک (BUP) څخه یو ارواپوه
  • د ښوونځي یو کارکوونکی
  • که ته وغواړې، کولی شې بل داسې کس هم له ځان سره ناستې ته راوبلې چې باور پرې لرې.
دا مهمه ده چې ته په پرېکړو کې د ګډون او خپل نظر ویلو حق ولرې. په پلان کې باید روښانه شي چې ته به څنګه په پرېکړو کې ګډون کوې او خپل نظر به څنګه وایې.