د دې پاڼې معلومات د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره دي چې له خپل کور څخه رضاعي کور یا د پالنې ادارې ته لېږدول شوي دي.

دا حقونه تل لرې
کله چې ته له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوی یې، په رضاعي کور کې لویان یا د ماشومانو د پاملرنې په اداره کې لویان باید ستا ساتنه او پالنه وکړي.
که څه هم ته له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوی/شوې یې، د نورو ماشومانو په شان حقونه لرې. د بېلګې په توګه، ته حق لرې چې ښوونځي ته لاړ شې، د ناروغۍ پر مهال مرسته ترلاسه کړې او ستا خبرو ته غوږ ونیول شي.
که کوم څه درته ښه نه وي یا ورسره ښه احساس نه کوې، کولی شې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره خبرې وکړې. هغوی مسؤلیت لري چې ته په هغه ځای کې چې اوسېږې، ښه او خوندي ژوند ولرې.

ته یو مسؤل کس لرې
ټول هغه ماشومان او ځوانان چې له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوي وي، باید د ماشومانو د ساتنې په اداره کې یو مسئول کس ولري. دغه کس باید ستا لیدو ته راشي او هغه مهم معلومات درکړي چې ته ورته اړتیا لرې.
ته حق لرې چې له خپل مسئول کس سره یوازې خبرې وکړې. که د یوه ملاتړي کس په شتون کې ښه احساس کوې، کولی شې داسې یو کس له ځان سره بوځې چې باور پرې لرې.

که ته نه پوهېږې چې ولې له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوی/شوې یې، ستا مسئول کس باید درته تشریح کړي چې ولې.
که څه هم ستا مسئول کس مخکې هم په دې اړه درته ویلي وي، بیا هم کولای شې پوښتنه ترې وکړې. د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید موضوع په داسې ساده او روښانه ډول درته تشریح کړي چې ته پرې پوه شې. دا چې ولې ته په خپل کور کې نه اوسېږې، په یوه سند کې لیکل شوي دي. دې سند ته رسمي پرېکړه (Vedtak) ویل کېږي.
د هغو پوښتنو بېلګې چې له خپل مسئول کس څخه یې پوښتلی شې:
- ولې تاسو زما په اړه اندېښمن لرئ؟
- ولې زه نه شم کولی له خپلې کورنۍ سره په خپل کور کې واوسم؟
- زه به څومره وخت دلته اوسېږم؟
- که زه دلته خوشاله نه یم، څه باید وکړم؟
- زه به کله له خپل مور او پلار، وروڼو او خویندو سره ووینم؟
- ایا زما مور او پلار هم له تاسو څخه مرسته ترلاسه کوي؟
- ایا تاسو زما لپاره داسې څه پلان کړي چې زه ترې خبر نه یم؟
- ایا بل څوک به په هغو خبرو خبر شي چې زه یې تاسو ته کوم؟
- وک کولی شي د ښوونځي په چارو کې له ماسره مرسته وکړي؟
- که زما حالت ښه نه وي یا ناروغ شم، څه باید وکړم؟
- تاسې کولی شئ زما د ښوونځي د کارونو سره مرسته وکړئ؟

له کورنۍ او نږدې ملګرو سره لیدل
ډېری ماشومان چې له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوي وي، کولی شي له خپل مور او پلار، ورونو او خویندو او نورو هغو کسانو سره اړیکه ولري چې د دوی په ژوند کې مهم دي..
تاسو کولی شئ په بېلابېلو لارو له یو بل سره اړیکه ولرئ. کولی شئ یو له بل سره ووینئ، یا د کمپیوټر او تلیفون له لارې خبرې وکړئ.

که له چا سره لیدل درته ستونزمن وي، ښه ده چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته یې ووایې. بیا ستا مسئول کس به هڅه وکړي چې مرسته درسره وکړي، ترڅو وضعیت دې ښه شي.
که تا ته اجازه نه درکول کېږي چې له خپلې کورنۍ یا له نورو هغو کسانو سره ووینې چې ته یې لیدل غواړې، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید درته تشریح کړي چې ولې.
هغه ماشومان چې ۱۵ کلن شوي وي، کولی شي په دې پرېکړه کې برخه واخلي چې له چا سره لیدل غواړي او له چا سره نه.

ښوونځی
کله چې ته له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوی یې، بیا هم باید ښوونځي ته دوام ورکړې، خو کېدای شي دې ته اړ شې چې ښوونځی بدل کړې. کله چې نوي ځای ته ولېږدول شې، څومره ژر چې امکان ولري، بباید ېرته ښوونځي ته تګ پیل کړې.
که په خپل پخواني ښوونځي کې دې اضافي مرسته ترلاسه کوله، د ښوونځي کارکوونکي باید نوي ښوونځي ته ووایي چې تا کوم ډول مرسته ترلاسه کوله. که په پخواني ښوونځي کې دې اضافي مرسته نه هم ترلاسه کوله، خو اوس ورته اړتیا لرې، په نوي ښوونځي کې د مرستې د ترلاسه کولو حق لرې.
که هغه مرسته نه ترلاسه کوې چې ورته اړتیا لرې، په ښوونځي کې له یوه لوی کس یا له خپل مسئول کس سره خبرې وکړه.

هغه معلومات چې لویان یې ستا په اړه لري
ته معمولاً حق لرې چې پوه شې ستا په اړه څه لیکل شوي دي. کولی شې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې څخه وغواړې چې خپله دوسیه (journal) او د ناستو راپورونه یا لنډیزونه (referater) ولولې.
که په کوم څه نه پوهېږې، یا غواړې نور معلومات ترلاسه کړې، پوښتنه وکړه.

که ته ښه احساس نه کوې
هر څوک کله ناکله ځان ښه نه احساسوي. کیدای شي ښه خوب ونه کړې، ډېر خپه یا اندېښمن یې، یا د بدن په کومه برخه کې درد ولرې. کېدای شي بل څه هم وي چې یوازې ته پرې پوهېږې.
کله ناکله دا حالت په خپله ښه کېږي، خو ځینې وخت مرستې ته اړتیا وي. د بېلګې په توګه، کولی شې د ښوونځي له روغتیايي نرسې یا ارواپوه (psykolog) څخه مرسته ترلاسه کړې. که اړتیا ولرې، ته د پاملرنې او روغتیايي مرستې د ترلاسه کولو حق لرې. له همدې امله مهمه ده چې له هغو لویانو سره چې ورسره اوسېږې، یا له خپل مسئول کس سره خبرې وکړې او ورته ووایې چې څنګه احساس کوې.
کله چې ته له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول کېږې، کېدای شي تا ته د وړاندیز وشي. دا ارزونه حتی هغه وخت هم کېدای شي چې ته په همدې وخت کې ځان ناروغ یا ناارامه نه احساسوې.

که ته ناراضه یې
ښه ده چې له هغو لویانو سره خبرې وکړې چې ورسره ژوند کوې. که دا مرسته ونه کړي، یا له هغوی سره په خبرو کې ښه احساس نه کوې، کولی شې د ماشومانو د ساتنې ادارې ته زنګ ووهې یا پیغام ورته ولیکې.
هر ماشوم یا ځوان چې له خپل کور څخه بل ځای ته لېږدول شوی وي، د ماشومانو د خوندي ساتنې په اداره کې خپل مسئول کس لري. که ته نه پوهېږې چې ستا مسئول کس څوک دی، کولی شې د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته زنګ ووهې، یا له یوه داسې لوی کس څخه پوښتنه وکړې چې باور پرې لرې.
ته هر وخت کولی شې له خپل مسئول کس سره خبرې وکړې. که له خپل مسئول کس سره په خبرو کې ښه احساس نه کوې، نو د ماشومانو د ساتنې له ادارې څخه وغواړه چې له بل کس سره خبرې وکړې.

که د کوم څه په اړه شکایت کول غواړې، کولی شې شکایت وکړې. د د دولت د استازي (Statsforvalteren) په وېبپاڼه کې د شکایت یوه ساده فورمه دلته موندلی شې.او د شکایت کولو په اړه نور معلومات دلته موندلی شې. ته کولی شې د شکایت کولو لپاره له خپل مسئول کس څخه مرسته وغواړې. د دولت استازی (Statsforvalteren) یوه دولتي اداره ده چې ګوري د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره خپل کارونه په سمه توګه ترسره کوي او ماشومانو او لویانو ته هغه مرسته ورکوي چې حق یې دی.
که موضوع بېړنۍ وي، د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې تلیفون ته په 116 111 شمېره زنګ ووهه. دا خدمت وړیا دی او د تلیفون شمېره ورځې او شپې ۲۴ ساعته پرانیستی دی.

په ung.no وېبپاڼه کې کولی شې د خپلو حقونو په اړه نور معلومات ولولې، کله چې ته له خپلې کورنۍ څخه جلا بل ځای ته لېږدول شوی یې.
.