پاڼه بنده کړه

د انترنت پاڼې په اړه معلومات

د انترنت پاڼې په اړه معلومات

د «ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه شی دی؟» یوه انترنت پاڼه ده چې ماشومانو او ځوانانو ته د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې (barnevernet) په اړه معلومات وړاندې کوي.
دا پاڼه د هغو کسانو لپاره ګتوره ده چې:
  • له مخکې څخه د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه لري او خبرې ورسره کوی
  • په دې فکر کې دي چې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره خبرې وکړي،ځکه چې په خپل کور کې یې حالت ښه نه دی داسې څوک پېژني چې په کور کې یې حالت ښه نه دی.
  • غواړي چې د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې په هکله نور معلومات ترلاسه کړي
په دې پاڼه کې د نورو معلوماتو ترڅنګ دا هم لوستلی شې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه کوي، له ادارې سره تر ناستې مخکې څنګه چمتووالی ونیسې، او که غواړې له هغوی سره اړیکه ونیسې، څنګه مرسته ترلاسه کولی شې. په وېبپاڼه کې څو معلوماتي ویدیوګانې هم شته چې ماشومانو او ځوانانو ته د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې او د هغې د کار په اړه معلومات ورکوي.
##د «ماشومانو د ساتنې اداره شی دی؟» لپاره معلوماتي مواد
دلته تاسو هغه پوسټر او سټېکر موندلی شئ چې د اوسلو ښاروالۍ د ماشومانو او کورنیو چارو ادارې له خوا وېشل کېږي. که انځورونه ذخیره کړئ، کولی شئ خپل سیمه ‌ییز چاپ ‌ځای (مطبعه) ته یې واستوئ، ترڅو چاپ شي او ستاسو په سیمه کې ووېشل شي. دلته داسې ویډیوګانې هم موندلی شئ چې ماشومانو او ځوانانو ته د دې وېبپاڼې په اړه معلومات ورکوي.

پوستر

د سکرین انځور

سټیکر

د وېبپاڼې د منځپانګې په اړه معلوماتي ویدیو

په NRK Supernytt کې خپور شوی راپور

د «د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څه ده؟"» لپاره د لاسرسي اعلامیه

د لاسرسي د اعلامیې لینک دلته موندلای شئ .

اړیکه

دا وېبپاڼه د اوسلو ښاروالۍ د ماشومانو او کورنۍ د چارو د ادارې له خوا جوړه شوې او د ښاروالیو د سکتور له سازمان -KS سره د ګډې همکارۍ پروژه ده او(Barne-, ungdoms- og familiedirektoratet) Bufdir . د وېبپاڼې معلومات به د مسلکي معیارونو له مخې په دوامداره توګه تازه کېږي.
که تاسو په وېبپاڼه کې کومه تېروتنه یا نیمګړتیا ومومئ، یا د وېبپاڼې په اړه کومه پوښتنه ولرئ، کولی شئ د ماشومانو او کورنیو چارو له ادارې سره د لاندې برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: [email protected]