
د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې تلیفون له ټولو هغو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته کوي چې غواړي له یو چا سره خبرې وکړي. هغوی له تا سره دا مرسته هم کولی شي چې د ماشومانو د خوندي ساتنې له ادارې سره اړیکه ونیسې. د ماشومانو او ځوانانو د بېړنۍ مرستې تلیفون ته په 116 111 شمېره زنګ ووهه.